کندهار کې د تاريخي او قيمتي توکو د قاچاق مخنیوی شوی

د کندهار ولایت ځایي چارواکو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت د ګمرک مسوولینو د يوه اندازه تاريخي او قيمتي توکو د قاچاق مخه نیولې ده. د سرچینې د مالوماتو له مخې د کندهار ګمرک اړوند د سپین بولدک سرحدي ګمرک مسلکي کارکوونکو د يو لړ پلټنو په پایله کې د ۱۰ کيلو تاريخي اوراقو او دوه پنځوس کيلو قيمتي خاورې چې په يوه صادراتي محموله کي په مهارت سره ځای پر ځای شوي وو کشف او ونېول شول. د سرپرست حکومت د نافذه قوانينو له مخي د تاريخي او قيمتي توکو قاچاک او له هيواده دباندي په خپلسري انتقال جرم او عاملين يې د کشفي او امنيتي ارګانونو لخوا محاکمو ته معرفي او مجازات کېږي.

وروستي مطالب

بغلان کې ۱۵۰ کورنیو ته برېښتا برابره شوې

نوي مطالب

شبرغان کې د ګازي برېښنا د تولید پروژې د چارو پر چټکتیا ټینګار شوی

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور