کندهار کې د سیمنټو فابریکې جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي

د کندهار ولایت د شور اندام د سیمنټو فابریکې جوړولو چارې، چې څه موده وړاندې د کانونو اوپټرولیم وزارت یو خصوصي شرکت ته سپارلې وې، په چټکۍ سره روانې دي. دغه فابریکه چې شاوخوا ۱۰۰ میلیونه امریکایي ډالره لګښت پرې راځي، په ۵۰۰ جریبه ځمکه کې جوړېږي. د کانونو او پټرولیم وزارت د مالوماتو له مخې، چې دغه فابریکه به له جوړېدو ورسته په لومړۍ مرحله کې په ورځني ډول د ۱۵۰۰ټنه د تولید ظرفیت ولري او په راتلوونکو کلونو کې به دا اندازه تر ۵۰۰۰ ټنو پورې لوړه شي. د یاد وزارت چاواکي وایي، چې د دې فابریکې په جوړېدو سره به په هیواد کې د ننه د سیمنټو اړتیا تر ډیره پوره او له بهرنیو هیوادونو څخه به د سیمنټو په وارداتو کې د پام وړ کموالی راشي.

وروستي مطالب

کندهار کې امنيتي ځواکونو ۱۰۰ کیلو چرس او ۱۹ کیلو شیشه کشف او نيولي

نوي مطالب

خلیفه سراج الدین حقاني؛د سیاسي ثبات او مشروعیت د حصول یؤ ابداع تفکر او له تلون ډکه ژبه!

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور