که موږ د ګاونډيانو سره په نورو ډګرونو کې سيالي نشو کولای، آيا په کرکټ کي هم بايد خامخا ماتې وخورو؟

ليکوال:سید جمال آغا

د فلسطين د اويا کالو قضيه د کرکټ بيا د پاکستان سره د لوبې او هغه هم د بريا له صورت سره تړل بيخي لويه نا انصافي ده.
يعني که پرون دغه لوبه افغانستان نه وای ګټلې باره فلسطين آزاديدی..؟
آيا د پرون په لوبه باندي موږ أقصیٰ له لاسه ور کړه…؟
که موږ د ګاونډيانو سره په نورو ډګرونو کې سيالي نشو کولای، آيا په کرکټ کي هم بايد خامخا ماتې وخورو؟
د فلسطيني د غزې عميق زخم د کرکټ په مجازي خوشحالۍ نه ختميږي نه هيريږي، که موقتاً د مؤمن اولس زړه په يو شئ خوشاله شي عقلا، شرعا څه قباحت لري..؟
آيا که موږ د نړۍ د مستضعفو مسلمانانو کومک نشو کولی زموږ لپاره خوشالي حرامه ده…؟
داسي مه کوئ! خپل انفرادي فکر او احساس مو پر ټول ملت مه تحميلوئ!
دا چې ځيني بې عقلانو ډزې وکړې دا زموږ خپل داخلي کمزوري، عدمِ قاطعيت او د خپلو افرادو په وړاندې د دريځ د نرمښت نتيجه ده، ولي نور پري ملامت کړو؟
د هر انسان په مخفی نيت خداي پاك خبر دی، خو زما خپل ذاتي احساس دادی چې د فلسطين اوسنی حالت او په عموم کې د مسلمانانو مستضعف حالت مې پر فکر داسي حاوي دی چې په هيڅ صورت کې ځان نشم ور څخه خلاصولی، خو داسي هم نکړم چې بيا دي نه خپل کار کوم، نه دي لمونځ و عبادت نه دي معاملات و معاشرت چې ولي په فلسطين کې ظلم روان دی؟ د تکليف مالا يطاق ددې حالت څخه دي مو خداي پاك وباسي، او الله تعالی دي يو لاره جوړه کړي.
خو د لوبې څخه د لوبې تر حده بد نه وړم، او د پاکستان خلاف په پرونی لوبه او په خاصه توګه د ابراهيم ځدراڼ پر نړيوال سټيج د پاکستان د ظالمې څهرې په ښکاره کولو له زره خوشاله شوم.

وروستي مطالب

استراخان فورم کې د ګډون په موخه افغان پلاوی روسیې ته روان شو

نوي مطالب

ننګرهار کې ۱۸ پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور