یو چینایي شرکت د وچې مېوې پروسس برخه کې پانګونه کوي

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست، د یوه چینایي شرکت له مسوولینو سره کتلي دي. د مالوماتو له مخې په دې کتنه کې د یاد شرکت مسوولینو په افغانستان کې د وچې مېوې د پروسس په برخه کې د پانګونې لېوالتیا ښودلې ده. د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست په دې کتنه کې ویلي، چې اوس په افغانستان کې له هر اړخه د پانګونې لپاره ښه زمینه برابره شوې ده او ویلي یې دي، چې دوی له ټولو بهرنیو پانګه والو، چې په افغانستان کې پانګونه کوي؛ هرکلی کوي. دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د سرپرست حکومت په راتګ سره، په ټول هېواد کې نسبي امنیت راغلی او د دې ترڅنګ په بېلابېلو سکټورونو کې د پانګونې لپاره د کورنیو او بهرنیو پانګه والو لېوالتیا زیاته شوې ده.

وروستي مطالب

دډبرو سکرو عواید به د قوش‌تېپې پر کانال ولګول شي.

نوي مطالب

له هند سره دافغانستان سوداګریزه راکړه ورکړه زیاته شوې

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور