د اتریش د بهرنیو چارو وزارت له افغانستان او یمن سره د ۸ میلیونه یورو په ارزښت د بېړنۍ مرستې اعلان وکړ. دغه وزارت پرون په یوه اعلامیه کې ویلي، د دې مرستې هدف د هغو کسانو لاسنیوی دی چې په دغو هېوادونو کې جګړو او نورو طبیعي پېښو زیانمن کړي دي. د اتریش د بهرنیو چارو وزارت د طبیعي پر وړاندې د مبارزې لپاره دغه پیسې به د هغو زلزله ځپلو پر لاسنیوي هم ولګول شي چې روانه میلادي میاشت یې په هرات کې زیات زیانونه وګالل. د اعلامیې له مخې، په هرات کې وروستۍ زلزلې زرګونو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله او د افغانستان هغه زېربناوې یې ویجاړې کړې چې له مخکې یې هم زیانونه لیدلي وو. درې میلیونه یورو به د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د لویې کمېشنرۍ، دوه میلیونه د سره صلیب نړیوالې کمېټې له لارې په افغانستان او سیمه کې د دوی پر کارونو ولګول شي. پاتې درې میلیونه یورو به په یمن کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې له لارې د بشري بحران په وړاندې پر مبارزه ولګول شي.