اروپايي ټولنه د هرات له زلزله ځپلو سره ۳.۵ میلیونه یورو مرسته کوي

اروپايي ټولنه وايي چې په افغانستان کې د وژونکې زلزلې له کبله زیانمنو شویو ته یې د بېړنیو بشري مرستو رسولو په موخه ۳.۵ میلیونه یورو ځانګړي کړي‌ دي.‌ د دې ادارې ځينې لوړپوړه چارواکي پرون د زلزله ځپلو سيمو لیدو ته ورغلي او ویلي یې دي چې له دې مرستې سره به د اغېزمنو کورنیو ځينې اړتیاوې پوره شي. اروپايي ټولنې همدا راز زیاته کړې چې له اعلان شویو پیسو ۲.۵ میلیونه یورو یې خپلو هغو شریکانو ته په پام کې نیولي چې دمګړۍ په سیمه کې د بشردوستانه چارو په ترسراوي بوخت دي. د دې ادارې په وینا، په داسې حال کې چې دا سيمه تر زلزلې مخکې وچکالۍ هم اغېزمنه کړې ده، اوسمهال پکې له زلزلې اغېزمنو شویو سیمو کې د بېړنۍ سرپناه جوړولو او همدا راز روغتیايي او د پاکو اوبو رسولو اسانتیاو ته اړتیا ده.

وروستي مطالب

افغان حکومت هرات زلزله ځپلو ته د استوګنې کورونه جوړوي

نوي مطالب

کورنیو چارو سرپرست وزیر:موږ د چا حق نه اخلو او له خپل حق څخه هم نه تېرېږو.

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور