اروپايي ټولنې اعلان کړی، چې له افغانستان سره به ۶۱ میلیونه یورو نوره مرسته هم وکړي.
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د پلاوي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دا مرسته د هغو ۹۴ میلیونه یورو بشري مرستو سربېره ده چې اروپايي ټولنې د ۲۰۲۳ میلادي کال له پیله د افغانستان له خلکو سره پلان کړې ده