ازبکستان د افغان ټرانس پټلۍ لپاره د مالي ملاتړ غوښتنه کړې

د ډیپلوماټ مجلې په یوه خپاره کړې راپور کې ویلي، چې د روان کال له پیل راهیسې، ازبکستان له قطر او متحده عربي اماراتو سره د افغان ټرانس پټلۍ د مالي ملاتړ په اړه څو څو ځلې خبرې کړې دي. ازبکستان له دغو هیوادونو غوښتي چې د شاوخوا ۷ میلیارده ډالرو په ارزښت د دغې پروژې په جوړولو کې همکاري‌ وکړي. دغه پټلۍ د افغانستان له لارې ازبکستان له پاکستان سره نښلوي او تر سوېلي اسیا او منځني ختیخ یې توکو ته بازار پیدا کوي. د راپور له مخې تاشکند همدا راز په پام کې لري چې د چین – قرغزستان – ازبکستان پټلۍ تر افغانستان وغځوي او ټاکل شوې چې د دغې پروژې عملي چارې ډیر ژر پیل شي.

وروستي مطالب

د چین له سفیر جاو شینګ سره په ليدنه کې د نیله باغ او یو شمېر نورو پروژو په اړه خبرې شوې

نوي مطالب

کار او ټولنیزو چارو وزارت: ۶ موسسو سره د همکاریو هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور