نن په غزه کې د صهیونستي اشغالګرو او حماس ترمنځ د روانې جګړې ۵۷ مه ورځ ده، او په دغه جریان کې لنډمهالی اووه ورځنی اوربند پرون جمعه په ځایي وخت سهار مهال پای ته ورسېده او د راپورونو له مخې اسرایلي ځواکونو یوځل بیا د غزې په بېلابېلو برخو کې هوایي او ځمکني بریدونه پیل کړي دي.
الجزیره او ځینې نورې رسنۍ چې سیمه کې وضعیت له نږدې څاري، خبر ورکوي، چې د تېرو ۲۴ ساعتونو په اوږدو کې د غزې ۱۷۸ اوسېدونکي شهیدان شوي/ وژل شوي او تر ۵۰۰ ډېر ټپیان شوي دي.حماس هم د اسرایلو دغه بریدونه بې ځوابه نه دي پریښي او د اوربند تر ماتېدو وروسته یې د اسرایلو پر بېلابېلو سیمو توغندیز بریدونه ترسره کړي دي.