د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارواکي وایي، چې د روان کال په لومړیو پنځو میاشتو کې افغانستان له یوشمېر هېوادونو سره ۴ میلیارده او ۶۰۰ میلیونه ډالره سوداګریزه راکړه ورکړه کړې ده. د یاد وزارت د مسوولینو په خبره، د یادې سوداګریزې راکړې ورکړې له ډلې څخه ۴ میلیارده او ۹۱ میلیونه ډالره یې، واردات او ۵۰۹ میلیونه ډالر یې صادرات دي. د یاد وزارت د شمېرو پر بنسټ، د روان لمریز کال په لومړیو پنځو میاشتو کې د افغانستان د صادراتو کچه د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۰ سلنه راکمه شوې. په داسې حال کې، چې روان کال افغانستان تر ډېره پنبه، سکاره، ممیز، غیرالکولي مشروبات، زعفران، د میوو جوس، بادام، پیاز، ځینې نور طبي بوټي او وچ انځر صادر کړي دي.