افغانستان کولی شي نږدې ۳۱۸ ګیګاواټه برېښنا تولید کړي

د اوبو او انرژۍ وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې، د دغه وزارت سرپرست وزیر عبداللطیف منصور د «یوه کمربند یوې لارې نوښت» د انرژۍ وزیرانو په درېیم کنفرانس کې د وینا پر مهال ویلي چې، د لومړنیو اټکلونو او سروې‌ګانو له مخې، افغانستان کولی شي نږدې ۳۱۸ ګیګاواټه برېښنا د نوې کېدونکې انرژۍ له سرچینو تولید کړي چې، په‌کې د اوبو له سرچینو ۲۳۰۰۰ مېګاواټه، د باد انرژۍ له سرچینو ۶۷۰۰۰ مېګاواټه، لمریزې انرژۍ۲۲۲۰۰۰ مېګاواټه، له ۳۰۰۰ تر ۳۵۰۰ مېګاواټه جیوترمل انرژي، ۴۰۰۰ مېګاواټه بایوماس انرژۍ تولید شاملېږي. د خبرپاڼې پر بنسټ منصور همدارنګه ویلي چې، د برېښنا قانون پلي کولو په موخه یې خپل پنځه کلن پلان او د نوې کېدونکې انرژي تګلاره جوړه کړې ده.

وروستي مطالب

د بدخشان مرکز فيض آباد کې د سړک جوړولو چارې پيل شوې

نوي مطالب

د لوګر بره‌کي برک ولسوالۍ کې د اوبو رسولو یوه شبکه جوړه شوې

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور