افغان او ايراني لوري د رېلي شبکو پر پراختیا خبرې کړې دي

د ټولګټو چارو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستیال، محمد اسحاق صاحب‌زاده، ایران ته د سفر پر مهال په جلا جلا غونډو کې د خراسان رضوي له والي او یو شمېر ایراني او افغان سوداګرو سره خبرې کړې دي. د ټولګټو چارو وزارت ویاند وايي، د خراسان رضوي له والي سره په کتنه کې د اوسپنې پټلۍ له لارې د ټرانسپورټي همکاریو او سوداګرۍ د پراختیا په اړه خبرې شوي او د خراسان والي ژمنه کړې چې په بېلابېلو برخو کې به اړینې همکارۍ وکړي. همداراز، د ایراني او افغان سوداګرو سره په کتنو کې د سوداګرۍ او ټرانسپورټ په برخه کې فرصتونه او ننګونې څېړل شوي او د پانګونې جلبولو ارزښت هم مطرح شوی دی. صاحب‌زاده د دواړو هېوادونو د سوداګرو د ملاتړ ژمنه هم کړې ده.

وروستي مطالب

تهران چمتو دی افغانستان کې خپلې نیمګړې پروژې بشپړې کړي

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور