د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر د ټاپي پروژې له اجرایوي رییس مراد امانوف سره کتلي دي. دغه وزارت وايي، له ترکمنستان څخه پاکستان او هند ته د ګازو د انتقال پروژې له لارې افغانستان ته د کال ۴۰۰ میلیونه ډالره ګټه رسیږي. په دې کتنه کې سرپرست وزیر د ټاپي پروژې په اړه د بحث ترڅنګ، د دغې پروژې د کار د بهیر پر چټکتیا او په دې برخه کې د سرپرست حکومت پر ملاتړ او همکارۍ ټینګار وکړ. نوموړي ټاپي پروژه د افغانستان په ګډون په دې پروژه کې د دخیلو ټولو هیوادونو لپاره ګټوره بللې ده. شهاب الدین دلاور هم له دغې سترې اقتصادي پروژې څخه د هېوادوالو د ملاتړ یادونه هم کړې ده.