دافغان حکومت ویاند وايي، د افغان سوداګرو د نه تاواني کېدو او پر یوه ترانزیټي مسیر د نه تکیه والي په موخه د ایران د چابهار بندر د فعالیتونو د پراخېدو لپاره هڅې ګړندۍ شوې دي. نوموړی زیاتوي، د چابهار بندر له ظرفیت لوړولو او له افغانستان سره د دغه مسیر د اوسپنې پټلۍ په فعالېدو سره به د افغان سوداګرو ستونزې تر ډېره حل شي. د سوداګرۍ او پانګونې خونه هم وايي، په چابهار بندر کې د شته ستونزو په حلېدو سره د افغانستان د سوداګرۍ او نړیوال ټرانزېټ بهیر هم پراختیا ومومي. چارواکو د چابهار ـ نیمروز د رېل پټلۍ د پروژې چې اوسمهال یې په ایران کې د جوړېدو کار روان دی، د ژر تر ژره بشپړېدو خبر ورکړی او دغه پروژه یې د سوداګرۍ او ټرنزېټ د پراختیا او دغه راز د کابل او تهران تر منځ د سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد د اسانتیاوو لپاره د دې ادارې په بنسټیزو لومړیتوبونو کې شامله بللې ده.