افغان حکومت سره باید د خبرو دروازې ونه تړل شي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي‌ منشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا پرون د امنیت شورا په غونډې کې وویلي، چې د افغانستان له افغان حکومت سره د نظر لوی اختلاف لا هم په خپل ځای دی او تعامل ورسره په ښه لوري روان نه دی. نوموړې ویلي چې دافغان حکومت له چارواکو سره په غونډو کې د ښځو او نجونو د زده کړو، کار او ټولګډونه حکومت د جوړولو په ګډون د نظر په یو لړ اختلافاتو يې خبرې کړې دي. اوتونبایوا ویلي، چې د افغان حکومت له چارواکو سره د تعامل د مثبتې لارې د نشتوالي په اړه ډېره اندېښنه لري او که دا همداسې ورو روان وي، نه به د نړیوالې ټولنې اندېښنو ته او نه به هم د افغانانو ضرورتونو ته ځواب وویل شي. نوموړې ویلي چې په عامه ژوند او تعلیمي برخو کې د ښځو د منزوي کولو په اړه د افغان حکومت د څه باندې ۵۰ فرمانونو په خپرولو سره له سرپرست حکومت سره د یوناما د تعامل تګلاره کمزورې شوې. نوموړې ویلي، چې د افغان حکومت چارواکو سره خبرې د هغوی د رسمیت پېژندلو په مانا او ورسره تعامل د هغوی د تګلارې د منلو په مانا نه دي، بلکې د دغو تګلارو د بدلولو یوه هڅه ده. هغې د افغانحکومت چارواکو سره د تعامل لپاره د یوې بلې ارزول شوې تګلارې غوښتنه وکړه. هغې ټېنګار وکړ چې له افغان حکومت سره د خبرو دروازې باید ونه تړل شي.

وروستي مطالب

لوګر کې د ٩ میلیونه افغانیو په لګښت پروژې پیلېږي

نوي مطالب

اقتصادي کمېسیون: د کانونو ساتنې ته ځانګړې شوې قطعه به لا پیاوړې شي

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور