اندونیزیا افغان محصلینو ته تحصیلي زمېنه برابروي

د اندونیزیا د ولسمشر پخواني مرستیال او د سرې میاشتې او جوماتونو شورا رییس محمد یوسف کالا او مل پلاوي یې د افغانستان د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره کتلي. بهرنیو چارو وزارت وایي؛ محمد یوسف کالا په دغې لیدنه کې ویلي، چې هېواد یې په بېلا بېلو برخو کې له افغانستان سره د اړیکو د پراختیا غوښونکی دی او په همدې موخه د روغتیا په برخه کې همکاري او افغان محصلینو ته تحصیلي بورسیې ورکوي. له‌ بلې‌خوا د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ویلي، چې افغانستان د خپل ستراتیژیک موقعیت ته په کتو سره د منځنۍ او جنوبي اسیا ترمنځ د سوداګرۍ، پانګونې او ترانزیټ په برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړې او اوس د سیمې له هېوادونو سره په همکارۍ په سترو سیمه‌ییزو اقتصادي پروژو کار کوي، چې په کې د کاسا ۱۰۰۰ د انرژۍ پروژه، ټاپي او افغان- ټرانس شامل دي. نوموړي زیاته کړې، چې له نړیوالې ټولنې سره د افغانستان اړیکې مخ په پراخېدو دي او غواړي، چې د جنوب ختیځې اسیا له هېوادونو سره هم خپلې اړیکې پراخې کړي.

وروستي مطالب

کار او ټولنیزو چارو وزارت: ۶ موسسو سره د همکاریو هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

نوي مطالب

له زورواکو څخه ۱۸۶ میلیونه افغانۍ پورونه را ټول شوي

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور