ایران یو شمېر افغان ډاکټرانو ته د( ای سي یو) برخه کې روزنه ورکوي

د ایران د روغتیا وزارت ویلي، چې ایراني ډاکټران، د متخصصینو او نرسانو په ګډون ۴۰ افغان روغتیایي کارمندانو ته د ځانګړې روغتیايي پاملرنې ( ای سي یو ) په برخه کې یوه میاشتنۍ روزنه ورکوي. تهران ټایمز په خپاره کړي، راپور کې ویلي، چې دغه روغتیايي کارکوونکي په ایران کې خپلو زده کړو ته دوام ورکوي او د سرپرست حکومت د روغتیا وزارت ویلي، چې افغانستان ته د دوی له راستنېدو سره به خپلې زده کړې د افغانستان روغتیايي سیسټم ته انتقال کړي. د یاد وزارت چارواکي دغه راز وایي، چې دوی په کور دننه او بهر د روغتیايي کارکوونکو روزنې ته ژمن دي. د چارواکو په خبره د دې نوښت موخه دا ده، چې د روغتیايي پاملرنې یو پیاوړی سیستم رامنځته شي او په ټول هېواد کې ناروغانو ته په لوړ کیفیت روغتیایي خدمتونه وړاندې کړي.

وروستي مطالب

هغه کسان چې دهوا ککړتیا لامل ګرځي مجرمان دي

نوي مطالب

د جوزجان اړوند قوشتېپې – درزاب سړک د جوړولو چارې پیل شوې

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور