بادغیس کې یو صنعتي پارک جوړېږي

د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارواکو خبر ورکړی، چې د دغه وزارت سرپرست بادغیس ته د اقتصادي پروژو د ارزونې او په دغه ولایت کې د صنعتي پارک د جوړولو په موخه سفر کړی دی. د چارواکو په خبره، دغه وزارت په پام کې لري چې په بادغیس کې یو صنعتي پارک جوړ کړي او هڅه کوي چې د دغه ولایت ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي. سرپرست وزیر د صنعتي پارک له ځمکې څخه د لیدنې پرمهال د سیمه ییزو ادارو د رئیسانو ستونزې هم واورېدې او په دغه ولایت کې یې د ۲۴ ساعته برېښنا شتون ته په اشارې سره وویل، چې په دغه ولایت کې د پانګونې زمینه برابره شوې ده. هغه زیاته کړه، چې سرپرست حکومت ټولو ولایتونو ته پاملرنه کوي او اقتصادي پلانونه پلي کوي.

وروستي مطالب

روزګان کې د اغاجان بند رغنیزې چارې پیلېږي

نوي مطالب

ننګرهار کې ۱۵۰۰ کورنیو پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړ

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور