بامیانو کې د شش پل تاریخي کاروان سرای د بیا رغونې چارې پیل شوې

د بامیانو ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې د شش پل تاریخي کاروان سرای د پیاوړتیا او بیا رغونې د پیل چارې پیل شوې دي. د مالوماتو له مخې د دې پروژې د پیل په مراسمو کې د بامیانو ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولینو ویلي،چې د شش پل تاریخي کاروان سرای د یونسکو د ( کلتوري او فرهنګي اثارو نړیوالې ادارې) په مالي ملاتړ د ۳.۵ میلیونه ډالرو په لګښت بیا رغول کیږي. دوی د یونسکو سازمان له مسوولینو غوښتي چې په خپلو کارونو کې کیفیت ته لومړیتوب ورکړي. د یادولو وړ ده، چې پرون د یادې پروژې لومړني کارونه پیل او اساسي کارونه به یې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پیل شي.

وروستي مطالب

د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارواکو په کازان غونډه کې ګډون کړی

نوي مطالب

عزیزي: ایران سره د صادراتو او وارداتو کچه ۱۰ میلیارده ډالرو ته رسوو

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور