برازیل: څه چې په غزه کې روان دي،جګړه نه بلکې نسل وژنه ده

د برازیل ولسمشر لویس ایناسیو لولا ډاسیلوا په غزه کې روانه جګړه نسل وژنه بللې او ویلي یې دي، څه چې غزه کې روان دي، جنګ نه بلکې نسل وژنه او د ښځو او ماشومانو پر وړاندې جګړه ده.
نوموړي ټینګار کړی؛ په غزه کې سوله یواځې د فلسطین د خپلواک دولت په رامنځته کېدو سره کېدلای شي.
د برازیل ولسمشر په غزه کې د بشري مرستو د رسولو ادارې “انروا” سره د ځینو هېوادونو له لوري د مرستو په درولو سخته نېوکه کړې او زیاته کړې یې ده، چې برازیل به له “انروا” سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

وروستي مطالب

جاپان: له افغان حکومت سره ښې اړيکې غواړي

نوي مطالب

نورستان کې د غر ښویېدنې له امله شل کسان وژل شوي دي

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور