بغلان کې د ۷۲ میلیونه افغانیو په لګښت ۶۳ بېلابېلې پروژې پلې شوې

د بغلان ولایت د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولینو ویلي، چې په دغه ولایت کې د روان کال په ۸ میاشتو کې د ۷۲ میلیونه افغانیو په لګښت ۶۳ بېلابېلې پروژې پلې شوې دي. د یاد ولایت د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین وایي، چې په دې پروژوکې د کلیوالي سړکونو، د اوبو ساختمانونو، محافظتي دیوالونو، سربندونو، ګبیوني دېوالونو، د اوبو رسولو د شبکو جوړولو او همدارنګه د کانالونو د جوړولو او پاکارۍ او بیارغولو چارې په کې شاملې دي. د مسوولینو په خبره په دغو پروژو کې د سیمو ۳۸ زره ۵۶۲ تنو ته د کار زمینه برابره شوې او زرګونه کسان ترې په مستقیم او غیر مستقیم ډول له یادو پروژو څخه برخمن شوي دي.

وروستي مطالب

په کندهار کې د ۲۰ میلیونه افغانیو په لګښت سړک پخېږي

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور