بغلان کې ۱۵۰ کورنیو ته برېښتا برابره شوې

د بغلان ولایت د برېښنا ریاست مسوولین وايي، چې د دغه ولایت په خنجان ولسوالۍ کې ۱۵۰ کورنیو ته برېښنا برابره شوې ده. د یاد ولایت د برېښنا رییس رسنیو ته ویلي، چې د یاد ولایت په خنجان ولسوالۍ کې د ۱۸۴ زره افغانیو په لګښت د یوه ترانسفارمر په لګولو سره، چې د ۱۶۰ کیلو واټه برېښنا ظرفیت لري، د سیمې ۱۵۰ کورنیو ته برېښنا برابره شوه. دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې هم د یاد ولایت په ډنډې غوري ولسوالۍ کې ۵۰۰ کورنیو ته برېښنا برابره شوې وه.

وروستي مطالب

بامیانو کې د ترافیکي پېښې له امله ۶ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نوي مطالب

کندهار کې د تاريخي او قيمتي توکو د قاچاق مخنیوی شوی

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور