د ترکیي د بهرنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې له اسرایلو یې خپل سفیر ورغوښتی او هلته یې خپل ډیپلوماتیک ماموریت پای ته رسولی.دغه ګام یې په غزه کې د اسرایلي پوځ له لوري د مخ په زیاتېدونکې بمبارۍ او له اوربند څخه داسرایلي حکومت د سرغړونې په غبرګون کې اخيستی دی.
دغه راز د نړۍ په ګڼو امریکایي، اروپایي، اسیایي او نورو هېوادونو کې لا هم د اسرایلو پر ضد او د فلسطین پر ملاتړ لاریونونه روان دي او ژر تر ژره يې د دغې جګړې د پای ته رسېدو غوښتنه کړې ده.