د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د ترکي کمپنۍ له استازي سره کتلي دي. په دې کتنه کې د ترکي کمپنۍ استازي د افغانستان دننه د خامو نفتو د تصفیې په برخه کې خپله علاقمندي ښودلې او ويلي يې دي چې د افغانستان د نفتو په برخه کې د پانګونې تر څنګ د هېواد دننه په سټنډرډ او معیاري توګه د نفتو د تصفیې فابريکه جوړوي. دغه راز په دې ناسته کې استازي د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د د پانګونې لپاره د زمینې برابرولو، اسانتیاوو رامنځته کولو او د هېواد دننه د خامو نفتو د کارخونې جوړولو په برخه کې د لازمو همکاریو ژمنه وکړه.