د سټنډرډ ملي ادارې ویلي، چې د روان کال په مرغومې میاشت کې یې ۵۱۱ ټانکره بې کیفیته تیل بېرته ګرځولي دي. د دې ادارې د معلوماتو له مخې، د مرغومې په میاشت کې د نفتي توکو ۹زره ۵۴ ټانکرونه له بېلابېلو بندرونو افغانستان ته داخل شوي دي. د سټنډرډ ملي ادارې ټینګار کړی چې د هېواد د بندرونو په کنټرولولو سره به د بې کیفیته تیلو د داخلېدو مخه ونیول شي. دغې ادارې، په تېرو دوو کلونو کې په کراتو د ګاونډ هېوادونو د بې کیفیته تېلو ټانکرونه په تېره بیا د ایران، مسترد کړي دي. دا اداره ادعا کوي چې هر کله چې د وارد شوو تېلو او ساختماني موادو کیفیت معیاري نه وي، بیرته یې صادرونکو هیوادونو ته استوي.