د احصایې او مالوماتو ملي ادارې ویلي چې تېره میاشت هېواد ته څه باندې ۳زره او ۳۰۰ بهرنيو وګړو تګ راتګ کړی دی. دغې ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په سلواغې میاشت کې څه باندې ۱۸ سوه بهرنیان هېواد ته راغلي او له ۱۵ سوو ډېرو بهرنیانو بیا له هېواده بهر ته سفر کړی دی.