د سرپرست حکومت له بیا واکمنېدو وروسته د هېواد په کچه ۴۰۰ روغتیايي مرکزونه جوړ شوي دي. د عامې روغتیا وزارت د بهرنیو اړیکو رییس عبدالله، د یوه خصوصي پوهنتون د طب محصلینو د فراغت په پروګرام کې ویلي چې، ډېرې ولسوالۍ له روغتیايي مرکزونو څخه بې برخې دي او باید دغې موضوع ته پاملرنه وشي. بلخوا، په دغه پروګرام کې ځيني استادان وایي چې، ځوانان باید له تحصیله لاس وانخلي او د خپلو زدهکړو له لارې خپلې ټولنې ته خدمت وکړي. له دې سره هممهاله، ځینې هغه ځوانان چې، تازه فارغ شوي دي، له سرپرست حکومت تمه لري چې، په دولتي روغتیايي ادارو کې ورته د کار زمینه برابره کړي.