د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویلي چې په تېرو څه باندې دوو کلونو کې په هېواد کې نږدې ۳۰ رسنیو چې ډېری یې غږیزې دي، په فعالیت پېل کړی دی.دغه وزارت زیاتوي هڅه کېږي چې په ټول هېواد کې د رسنیو ستونزو ته رسېدنه وشي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو مرستیال حیات الله مهاجر فراهي په دې هکله وايي:«د اسلامي امارت له راتګ سره له ۲۵ تر ۳۰ بېلابېلو رسنیو په فعالیت پېل کړی چې ډېری یې راډیوګانې دي او د هېواد په بېلابېلو برخو کې یې کار پېل کړی دی.