په تېرو درېيو مياشتو کې څه باندې دوه زره لرغوني اثار د کابل ملي موزيم ته لېږدول شوي دي. د ملي موزيم مشر وايي، چې د لوګر د مسک عینک کان څخه څه باندې دوه سوه لرغوني اثار کشف او ملي موزيم ته لېږدول شوي دي. د اطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنګ او هنر مرستیال پخوا ویلي، له دغه وزارت سره ۲۵۰۰ لرغوني اثار ثبت دي او په وینا یې بیارغونې ته هم اړتیا لري.