تېر کال د افغانستان اقتصاد نږدې درې سلنه وده کړې

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش د افغانستان په تړاو په خپل درې میاشتني راپور کې ویلي، د امریکایي ډالرو پر وړاندې د افغانیو ارزښت د لوړوالي سربېره تېر ۲۰۲۴ کال کې د دې هېواد اقتصاد ۲.۷ سلنه وده کړې ده.
انتونیو ګوترش ویلي: «افغانستان د ۲۰۲۴ کال د نومبر له لومړۍ د ۲۰۲۵ د جنوري تر ۳۱مې نېټې پورې دې هېواد په اقتصادي برخه کې ۲.۷ سلنه وده کړې او په دغه موده کې د امریکایي ډالرو پر وړاندې د افغانیو ارزښت هم ۱۵.۷ سلنه لوړ شوی دی.»
ورته مهال د اسلامي امارت مسولین په نړیوالې ټولنې غږ کوي، چې د افغانستان کنګل شوې شتمني ازاده کړي چې پرمټ یې افغانان وکولی شي د پانګونې په وړاندې یې خنډونه له مخې لرې کړي او افغانستان پر ځان بسیا شي.
اقتصادي کارپوهان په هېواد کې دننه د پانګونې پر جذب د کورنیو تولیداتو په پیاوړتیا او صادراتو په زیاتوالي ټینګار کوي او په وینا یې، د هېواد د اقتصادې په برخه کې اغېزمن تمامېدلی شي.
اسلامي امارت په هېواد کې د لویو اقتصادي پروژو پلي کول، د کورنیو تولیداتو وده او پولي ثبات د هېواد د اقتصادي ټیکاو مهم اړخونه بولي.

Read Previous

راتلونکي کال کې به څه باندې ۱۹میلیونه نیالګي په هېواد کې کېنول شي

Read Next

ټرمپ ایران ته: دوه لارې لرئ، یا خبرې اترې وکړئ یا پوځي اقدام کوو

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Most Popular