د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبر ورکړی، چې په ۱۴۰۲ کال کې یې ۳۰ زره ښځو ته د کار جوازونه وېشلي دي. د یاد وزارت چارواکو پرون په کابل کې د کارګرانو د نړیوالې ورځې د نمانځنې پر مهال ویلي، په کوم ځای کې چې ښځو ته اړتیا وي، کولی شي خپله دنده ترسره کړي. د چارواکو په خبره اوسمهال په دولتي او خصوصي ادارو کې د ښځو د ګومارلو لړۍ روانه ده، چې البته د کار د جلا سيستم له امله به دوام وکړي. په افغانستان کې د کارګر ورځ په داسې حال کې ونمانځل شوه، چې متقاعدو دولتي کارکوونکو ته د معاشونو نه ورکول، د کار د امنیت نشتوالی او د کارګر ماشومانو اجباري کارونه له عمده ننګونو څخه دي. د کار د نړیوال سازمان د راپور له مخې په افغانستان کې د بېکارۍ کچه لا هم مخ په زیاتېدو ده.