جاپان د افغانستان د روغتیا برخې لپاره ۱۳.۸ میلیونه ډالر ځانګړي کړي

Flag of Japan waving in the wind

په کابل کې د جاپان سفیر تاکاشي کورومیا د اقتصاد له سرپرست وزیر سره لیدلي. په دې لیدنه کې د جاپان سفیر له سېلاب‌ځپلو سره خواخوږي ښودلې او ویلي یې دي، چې هېواد یې د خوړو نړیوال سازمان او یونیسف موسسې له لارې د افغانستان روغتیايي وضعیت د ښه‌والي، روغتیاپالانو د ظرفیت لوړونې او افغان ماشومانو ته د واکسین تطبیق په برخو کې ۱۳.۸ میلیونه ډالر ځانګړي کړي. کورومیا له افغانستان سره د بشري او پراختیايي مرستو، کروندګرو ته د بدیل کښت ورکولو او له سرپرست حکومت سره د اړیکو پراختیا ډاډ ورکړی دی. دغه راز په دې لیدنه کې د اقتصاد سرپرست وزیر د جاپان له بشري مرستو هرکلی کړی او د روغتیا، کرنې او نورو بېلابېلو برخو کې یې د پروژو پلې کول د کاري زمینې برابرولو، د خدماتو ښه‌والي او د بېوزلې کچې کمولو په برخو کې ګټور بللي دي.

وروستي مطالب

ترکیې ته د افغانستان په صادراتو کې ۵۳ سلنه زیاتوالی راغلی

نوي مطالب

افغانستان کې د ځمکو خړوبولو لپاره د سولري پمپونو پروژه پیلیږي

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور