په دوحه کې د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو دوه ورځنۍ ناسته پای ته ورسېده. په دې دوه ورځنۍ ناسته کې د شاوخوا ۲۵ هېوادونو او پنځو نړیوالو سازمانونو استازو د د افغانستان د سرپرست حکومت له پلاوي سره د رسنیو له حضور پرته خبرې وکړې. دې ناستې ته د سرپرست حکومت پلاوي پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې “د افغانستان پیغامونه ټولو ګډونوالو هېوادونو ته ورسېدل.” نوموړي ویلي، چې افغانستان د خصوصي سکتور سره د همکارۍ او د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې او بدیل معیشت په برخه کې د هېوادونو همکارۍ ته اړتیا لري چې اکثره هېوادونو په دې برخه کې د همکارۍ خبره وکړه. په سولې اوسیاسي چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې روزماري ديکارلو هم چې د دې ناستې مشري یې کوله، د یادې غونډې په پای کې وویل، هیلهمنه ده چې د افغانستان له سرپرست حکومت سره د ترسره شويو خبرو او تعامل له لارې به د حکومتولۍ برخه کې پرمختګونو راشي.