د ملي پراختیا شرکت مسوولین وایي چې د سرپل بلخاب ولسوالۍ د ډبرو سکرو پیسې به د قوشتیپې پر کانال ولګول شي. د یاد شرکت مسوولین وايي، دغه اداره هڅه کوي چې د بلخاب د ډبرو سکرو د حوزې د کېندنې، را ایستنې او بارولو کار ته پراختیا ورکړي او په راتلونکي کې د دغه کار لپاره لا زیات مسلکي کارګر وګوماري. عبدالرحمن عطاش وايي، دمګړۍ د ملي پراختیايي شرکت له لوري په دغه سیمه کې د سړک جوړونې کار هم دوام لري چې په دغه پروژه کې د سیمې یو شمېر اوسېدونکو ته هم د کار زمینه برابره شوې ده. د مالیې وزارت بیا ټینګار کوي چې د سرپرست حکومت د بودجې یوه برخه د ډبرو سکرو د کانونو له را ایستنې او صادراتو تمویلیږي. د وروستیو مالوماتو پر بنسټ د سرپل د بلخاب ولسوالۍ غرونه نږدې یو نیم میلیارد ټنه د ډبرو سکاره لري.