تسنیم خبري اژانس ویلي چې د ابراهیم رییسي او نورو چارواکو په لېږدېدونکې الوتکه کې هېڅ کس ژوندی نه دی، ویل کیږي چې په دغه الوتکه کې سپاره ۱۱ تنه مړه شوي.
په مړو کې د ولسمشر ابراهیم رییسي سربېره، د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان، د ختیځ اذربایجان والي مالک رحمتي، د ښاغلي رییسي ساتونکي، پیلوټ، د پیلوټ مرستیال او یو بل فني انجینیر ددې پېښې قربانیان دي.