د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر له ازبکستانه تر راستنېدو وروسته، د ازبکستان په څلور ورځني نندارتون کې د هېواد د تولیداتو د ۷۵ سلنه پلور څخه خبر ورکړ. نورالدین عزیزي د ۱۰۰ مېلیونه ډالرو په ارزښت د افغان او ازبکستان د سوداګرو ترمنځ د بېلابېلو تړونونو ته په اشارې سره ویلي چې، له ازبکستاني چارواکو سره په کتنو کې پر ترجیحي سوداګرۍ او د دغو دوو هېوادونو ترمنځ په ۱۷ سکټورونو کې د اسانتیاوو پر رامنځته کولو هم خبرې کړې دي. په دغه نندارتون کې۲۵۰ تنو سوداګرو او صنعتکارانو د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې په څلور ورځني نندارتون کې د هېواد کورني تولیدات نندارې ته وړاندې کړل. عزيزي دغهراز وایي چې، له ازبکستاني چارواکو سره يې د افغان –ټرانس رېل پټلۍ د پروژې د پلي کېدو او د ترمز-مزارشريف تر هرات او کندهار پورې د رېل پټلۍ غځېدو په برخه کې د همکاريو د پراختيا په اړه هوکړې ته رسېدلي دي.