د نړۍ او سیمې په ډېرو هېوادونو کې د غوره او ښې حکومتوالۍ لپاره خلک او شنونکي بېلا بېل تعریفونه لري، څوک یې د اداري سیستم فعال درلودل، کار اهل کار ته سپارل، د الکترونیکي سیستمونو فعالول اوترې سالمه استفاده او ګڼې نورې لارې یادوي چې ګواکې د ښې حکومتوالۍ په برخه کې اړینې دي.
خو ولې په افغانستان چې له تېرو شلو کلونو راهیسې کومې ادارې چې تېرې شوي تر ډېره یې همدا پورته یادې شوې چارې په ظاهر کې ویلي خو ولې هغه ډول چې دوی ولس او نړۍ ته ښکاره کول نه ول، چې لوی لامل یې په بې دریغه فساد او د قانون نه حاکمیت وو.
راځو دې ته چې ولې اسلامي امارت د نورو سترو بریاوو او لاسته راوړونو سربېره په حکومتوالۍ برخه کې بریالی دی او ورځ تربلې هغه چارې چې د ولس د زړه دي او ولس پرې راټولیدلی شي ترسره کېږي.
په ټوله کې اوسني حاکمان تر هرڅه وړاندې ستر رب حاضر او ناظر ګڼل،ددې خاورې اصلي وارثان ځان ګڼل، د قدرت جزیزو له منځه وړل،له شمال تر جنوبه او له شرق تر غربه یوه اداره یو حکم او یوې خبرې شتون دی، چې ټول افغان ولس یې ترشاه په خورا کلک شکل ولاړ دی.
د ښې حکومتوالۍ په برخه کې به ممکن نورې ډېرې لاسته راوړنې او خبرې هم وي چې اوسني نظام ترسره کړي یایې ترسره کوي، خو کومې نقطې چې پورته یې یادونه وشوه د غوره او ښې حکومتوالۍ په برخه کې ښه ثابتیدلای شي.
دغه راز د فساد ختمول، د قانون بشپړ حاکمیت، په ټولو عایداتي او غیر عایداتي ادارو کې د څار شتون، کار اهل کارته سپارل او د سترو مافیایي اقتصادي بانډونو ختمول هم هغه څه دي چې اسلامي امارت په څه کم تېره دوه کلنې واکمنۍ کې ترسره کړي او لا هم دغه چاره په خورا ښه شکل سره روانه ده.
هېڅوک که د هرې سیمې او ژبې خاوند دی له قانون څخه ځان لوړ نشي ګڼلای او نه هم د نظام پر وړاندې د سرکشۍ هڅه کولای شي.
په تېره اداره کې چې نه حکومتوالي وه او نه هم ولس ته خېر او ښېګڼې رسېدې بلکې د حکومتوالۍ په نوم د مشخصو اشخاصو جېبونو ته بې دریغه پیسې تللی چې ورسره یې یوه چاره هم له فساد او غلا څخه خالي نه وه.
که په کُل کې ووایو چې اسلامي امارت له ولس سره نږدې اړیکې او له پخوا څخه په ولس کې رېشې کړي چې اوس دوی په کور دننه د بشپړ مشروعیت په پیدا کېدو سره دا دی د هر هغه خنډ پر وړاندې جدي مبارزه او کړنه ترسره کوي چې د حکومتوالۍ او حاکمیت پر وړاندې ستونزې ترې را جوړېدلای شي.
ولې یو څه باید له یاده ونه وېستل شي اوسنی نظام چې د ولس په ملاتړ او قربانۍ سره راغلی لازمه ده چې ټول افغانان باید ترشاه ودرېږي او هېڅکله یې ضُعف ته پرېږنږي ځکه د نظام د یوې برخې کمزوري ټول ولس ته درد رسېږي او ستونزو کې را ګېریدلای شي.