د اطلاعات او کلتور وزارت د لارښونې او د هېواد د یو لړ علمي شخصیتونو د مشورو پر بنسټ د یاد وزارت د هنر او کلتور مرستیال مولوي عتیق الله عزیزي په مشرۍ د اسلامي امارت په رسمي بیرغ کې د کلیمه طیبه د درناوي او په عامه ځایونو او نقلیه وسایطو کې د استعمال پر لارو چارو غونډه ترسره شوه.
په غونډه کې د هنر او کلتور مرستیال مولوي عتیق الله عزیزي ویلي، چې د اسلامي امارت په رسمي بیرغ کې د کلیمه “طیبه” (لا اله الا الله محمد رسول الله) لیکل د دې بیرغ یوه ځانګړتیا ده، چې د هېواد او اسلامي نظام د دیني او جهادي برم او عظمت ترجماني کوي.
نوموړي زیاته کړې؛ اړینه ده چې بیرغ په هغو ځایونو کې نصب او وکارول شي، چې ساتنې او تقدس ته یې پاملرنه کیږي او درناوي ته یې رسېدنه کیدلی شي.
دغهراز ښاغلي عزیزي ویلي؛ همدغو ملحوظاتو ته د پاملرنې په خاطر اړینه ده، چې د هېواد په کچه عامه پوهاوی رامنځته شي.
همدارنګه په غونډه کې د کمېټې د غړو تر رغنده نظرونو ورسته یوې کاري کمیټي ته دنده وسپارل شوه، چې راتلونکي غونډې ته د بیرغ او کليمې طیبې د احترام او استعمال او هم بدیلو لارو چارو باندي په دقیق ډول غور او تصمیم ونیول شي او د ورستیو کړنو او منظوره لپاره لوړ مقام ته واستول شي.