د راپورونو له مخې د افغانستان او تاجکستان تر منځ د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ۲۳ میلیونو ډالرو په ارزښت د سوادګریزو مالونو راکړه ورکړه ترسره شوې ده. د تاجکستان ګمرکي ادارې هم ویلي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوادګري مخ پر پراخېدو ده، د دوی په خبره، له تاجکستانه د ۴۲،۴میلیونو ډالرو په ارزښت توکې افغانستان، او د ۳،۴ میلیونو ډالرو په ارزښت توکې له افغانستانه تاجکستان ته صادر شوي دي. بلخوا د صنایعو او سوداګرۍ وزارت چارواکو ویلي، چې د روان کال په لومړیو ۷ میاشتو کې د افغانستان او تاجکستان سوادګریز راکړه ۳۰ میلیونو ډالرو ته رسېدلې ده. د هغه په خبره، په دې موده کې د ۸ میلیونو ډالرو په ارزښت افغاني توکې تاجکستان ته صادر شوي دي.