د بغلان ولایت د پلخمري ښاروالۍ مسوولینو خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې د ۵۹ میلیونه افغانیو په لګښت د فرعي سړکونو د رغولو چارې پیل شوې دي .
د پلخمري ښاروال رسنیو ته ویلي، چې د دې فرعي سړکونو د رغولو چارې د یاد ریاست په مالي ملاتړ د ۵۹ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې او دغه راز په کې شاوخوا ۲۵۰ کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.
ورته مهال د یاد ولایت اوسېدونکو د یادې پروژې په پلي کېدو خوښي ښودلې او له دولت څخه یې د ورته نورو پروژو د پلي کېدو غوښتنه کړې ده.