لیکوال: سهار ګوهر
له کلي لرې د خړو غرونو منځ کې سره لمر ته روان وو.
د ښکار مینې لکه خوشال خان له درسه اېستلی وم له چاسره لیندې وې چاسره بادي ټوپک، زه اوس لږ غټ شوی وم د لیندې له دورې تېر وم اوس د چره دار ټوپک څښتن وم.
څو ژڼې مخکې په بله ناره تللي وو، یو له بل سره ورک وو، مونږ دری تنه چې ټول کشران وو يو ځای روان وو، دوی پسې مو چیغې هم کړې خو درک یې نه لګېده، د غره له ډډې سره دا بلې خواته را واوښتو کراره کراري وه یوازې د کومو حشراتو یا یوې نیمې مرغۍ اوازونه اورېدل کېدل او په وچو سرګړو د اوړي د باد څپې لګېدې یو رقم وېرونکی غږ ترې پورته کېده، له مونږ څخه ښي طرف د غره لمنې ته مو پام شو داسې شل متره فاصله کې
یو ژوندی سیوری مو ولید چې مونږ ته یې شا ده او په بوټیو کې اخته دی وچ بوټي خوځوي را خوځوي، زما فکر د ماشومتوب دورې ته لاړ چې سپین سرو به نکلونه راته اچول، ویل به یې بیا په غره کې ناڅاپي پلانی په یوه بلا (شیشکه) پیښ شو
کټ مټ هماغسې صحنه وه.
زړه مې دربا شروع کړه او دا نور دوه هم زما شاته شول خو زړونه یې په ما تکیه و چې دده سره چره دار شته مونږ اوس مخکې ورو ورو مزل پیل کړ غوښتل مو چې له دې تنګې نارې تېر شو هغه خوا به ګوندې زمونږ نور ملګري ومومو. غلي غلي دغې خواته هم ورګورو؛ نا څاپه مو بیا ور پام شو چې ژوندي سیوري حرکت وکړ ورو ورو زمونږ خواته مخ را اړوي خړ خیرن لباس یې اغوستی و، چې مخ یې را تاو کړ لکه زړه ښځه خو مخ یې دومره بدرنګ و چې زمونږ سل په سله یقین شو چې هماغه بلا ده چې مونږ یې په ماشومتوب کې کیسې اورېدلې وې نو لږ مو د عادي تګ څخه ګامونه ګړندي کړل یو لاس مې د څنګ په جیب ونیولو چې سامان تر ونه غورځي او ټوپک مې تر تخرګ لاندې ټینګ ونیو ، خو بلا همداسې زیر زیر راته ګوري مخ راپسې را تاووي دا زیر زیر کتلو یې سخت وار خطا کړو او ما چیغې کړې، وای وای… اسدالله، فلانیه چیرې یې؟ ښه په زوره زوره مې چیغې کړې هغه خواته د بل غره له منځه په ناره کې هوایي ډزې وشوې دوی زمونږ غږ واورېد مونږ ته یې اشاره راکړه چې دلته یوو، ما بیا ور چیغې کړې چې هلئ را منډه کړئ بلا ده بلا.
او تېزه منډه مې پیل کړه چې ناڅاپي مې له شا څخه د چیشي غږ محسوس کړ ښه ورته متوجې شوم څوک خبرې کوي ماته چیغې وهي زه هم په وار خطا انداز کې ودرېدم شاته مې وکتل چې بلا راته اخته ده
وایي: اې بچیانو مه وېرېږئ بلا نه یم د خدای بنده یم انسان یم، خو غمونو داسې کړې یم؛ دومره سخت خجالت شوم چې تر دا دومره وېرې ماته دا خجالت زیات دردونکی و، ځکه زه په دې خفه شوم چې هغې سپین سرې ته به څومره صدمه رسېدلې وي چې د ځان په اړه یې له مونږ اورېدلي وي چې بلا ده او ځان به یې څومره حقیر ګڼلی وي. موږ پښه نیولي او ډاډه شو چې دا خو رښتیا انسان دی، زړه مو درد وکړ، له راسره پتکي مو یخې اوبه ورکړې، سپین سرې چې ساه سمه کړه په وچو شونډو یې دعاء او بیا وړه غوندې مسکا وکړه، ویل یې بچیانو تاسې ملامت نه یاست چې ماته مو د بلا نوم راکړ، زه غمونو داسې کړې یم، زما تر تاسې ښایسته او ځوانان اولادونه و خو کله چې مو کور روسانو بمبار کړ نو خاوند او بچیان مې ټول شهیدان شول، د وخت په تېرېدو سره پوله او پټی د کلي زورورو رانه لاندې کړل، اوس زه دلته راځم له دې ځایه کلي ته بوټي وړم او په همدې ځانته یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کوم.
چې روان شو نو ملګرو ته مې ویل مونږ ته په کار ده چې باید له خپلو اشتباهاتو درس واخلو او بیا د چا زړه ازار نه کړو
یادونه: اسدالله په مونږ کې ستر و، تکړه ځوان و، وروسته په امریکایي بمبار کې شهید شو