د بلخ په صنعتي ښارګوټي کې د سړک پخولو چارې پیل شوې

د بلخ ولایت ځایي چارواکي وایي، چې د دغه ولایت په صنعتي ښارګوټي کې د څه باندې ۴۰ میلیونه افغانیو په لګښت د دوهم فاز سړک د پخولو چارې پیل شوې دي. د بلخ ولایت د ښاروالۍ مسوولین وایي، چې د دغه ولایت مرکز مزارشریف ښار په شپږمه ناحیه کې د یاد ریاست په مالي ملاتړ د څه باندې ۴۰ میلیونه افغانیو په لګښت د یاد ولایت په صنعتي ښارګوټي کې د۱۴۰۰ متره په اوږدوالي او ۱۴ متره سور سره د دوهم فاز سړک د پخولو چارې پیل شوې دي .ورته مهال د یادې سیمې اوسېدونکو د یاد سړک د پخېدو له چارو هرکلی کړی او په راتلوونکي کې یې له دولت څخه د ورته نورو پروژو د پلي کېدو غوښتنه کړې ده.

وروستي مطالب

د لوګر بره‌کي برک ولسوالۍ کې د اوبو رسولو یوه شبکه جوړه شوې

نوي مطالب

غزني ښار کې د پلو لارو د بیا رغولو چارې پیل شوې

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور