د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، چې په غور ولايت کې د جام تاريخي څلی د ۶۵ متره لوړوالي او ۱.۶۲- ۹.۹۲ متره په قطر سره په څلورو پوړونو کې بیا ورغول شو. دغه څلی په تېرو کلونو کې د طبيعي عواملو له امله زيانمن شوی و. په غور ولایت کې د جام څلی د يونسکو په تاريخي آثارو کې هم ثبت دی چې د ۷ مياشتو په موده کې بېرته ورغول شو.