د جوزجان اړوند قوشتېپې – درزاب سړک د جوړولو چارې پیل شوې

د ټولګټو وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د جوزجان ولایت اړوند د قوشتېپې – درزاب سړک د جوړولو چارې د ۱٫۴ مېلیارد افغانیو په ارزښت پیل شوې دي. د خبر پاڼې د مالوماتو له مخې، دغه سړک ۵۱ کیلومټره اوږدوالی لري، چې په‌کې د ۲ پلونو، ۱۳۷ پلګوټو (پلچکونو) استنادي دېوالونو او د سړک څنډو ته د لښتیو (ویالو) د رغونې چارې هم شاملې دي. د ټولګټو چارو وزارت ویاند ویلي چې د دغه سړک د رغونې چارې به په درې لاټونو کې بشپړې شي. یاد وزارت په داسې حال کې د دې سړک د کار د پيل خبر ورکوي، چې د هیواد په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم د سړک رغولو او بیا رغولو چارې روانې دي.

وروستي مطالب

ایران یو شمېر افغان ډاکټرانو ته د( ای سي یو) برخه کې روزنه ورکوي

نوي مطالب

افغانستان ته د صادراتو کچه د تېر کال په پرتله ۱۰ سلنه کمه شوې

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور