د ۲۳.۵ میلیونو افغانیو په لګښت د فراه ـ فراهرود سړک د رغولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. یاد سړک د فراه ښاروالۍ له بودجې رغول شوی دی. د فراه د ښاروالۍ مسؤلین وايي چې ډېر ژر به د ۹۶ میلیونو افغانیو په لګښت په ښار کې د نورو رغنیزو پروژو چارې هم پيل شي.