د سټنډرډ ملي اداره وايي، چې د فراه په ٧٨ میل بندر کې یې ۱۳ ټانکره بې کیفیته تېل بېرته ایران ته ګرځولي دي.
یادې ادارې د کیفیت ملي بنسټ د پیاوړتیا او د ملي سټنډرډونو د پلي کولو په موخه له ټولو سوداګرو غوښتي، څو داسې توکي هېواد ته وارد کړي چې کیفیت یې له ملي سټنډرډونو سره برابر وي.