د قطر هېواد د صدراعظم او بهرنيو چارو وزير محمد بن عبدالرحمن آل ثاني او د هغه هېواد د استخباراتو رییس عبدالله الخلیفي او مل پلاوي افغانستان ته د سفر په ترڅ کې د افغانستان د اسلامي امارت له رییس الوزرا ملا محمد حسن اخند سره وکتل.
په دغه لیدنه کې، چې د کندهار په ولایت کې ترسره شوه، د قطر هېواد له لوري له افغانستان سره د اړیکو په پیاوړتیا، د باور لا ډېروالي، په تعليمي، روغتيايي او اقتصادي برخو کې د لا ډېرو همکاریو ژمنه وشوه.
داسلامي امارت رییس الوزراء ملا محمد حسن اخند د قطر له پخوانیو او اوسنیو همکاریو، ښه نیت او اخلاص څخه مننه وکړه او له افغان ولس او نظام سره یې د ياد هېواد په لا ډېرو همکاریو ټینګار وکړ.
د يادونې وړ ده، چې په دغه کتنه کې قطري پلاوي دې ته وهڅول شو، چې د نړیوالې ټولنې او افغانستان ترمنځ د باور په پیاوړي کولو کې لا ډېر رول ولوبوي.