د قلعه شانان سړک د پخېدو چارې پیل شوې دي

د کابل ښاروالۍ پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د قلعه زمان خان له ۶۰ متره سړک څخه د کابل –جلال آباد سړک په اوږدو کې د قلعه شانان سړک د پخېدو چارې پیل شوې دي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې؛ دغه سړک چې، (۲۱۰۳) متره اوږدوالی او (۳۰) متره سور لري، یو کیلو متر برخه یې قیر کولو ته چمتو شوې ده او د پاتې برخې په جوړولو یې کار روان دی. دغه راز د ياد سړک په اوږدو کې د (٨٥٠) مترو په اوږدوالي د يوه کانال او د (٦٠) مترو په اوږدوالي او (١٨،٤) مترو په سور سره د موټرو د تګ راتګ په موخه، د يوه پله جوړول هم د سړک جوړونې په دې پروژه کې شامل دي.

وروستي مطالب

سږکال د غنمو په حاصلاتو کې ۱۳ سلنه زیاتوالی راغلی

نوي مطالب

هغه کسان چې دهوا ککړتیا لامل ګرځي مجرمان دي

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور