ليکوال: نقيب الله احمدي
د افغانستان اسلامي امارت د سياست، اقتصاد او امنيت په برخه کې ګړندي ګامونه پورته کوي، ځکه خو د سيمې او نړۍ د هيوادونو باور ورځ په ورځ ورباندې زياتېږي، د اسلامي امارت د ديپلوماسۍ د دستګاه مدبرانه او زيرکانه اقدامات د دې سبب شوي دي، چې موږ په سياسي ډګر کې د پام وړ پرمختګ ولرو، سره له دې چې په کور دننه موضوعات، سياستونه او تصاميم په بهرنيو اړيکو نېغ په نېغه اغېزه لري، خو بيا هم د بهرنيو چارو وزارت د رهبرۍ د متوازن او ځيرک سياست په پايله کې ورځ تر بلې د پرمختګ په لور ګړنډي ګامونه اخلو، چې ښې نمونې يې په وروستيو کې ځينې ديپلوماتيک فتوحات وو، چې په سيمه او نړۍ کې ډېرې مهمې او ستراتيژکې نماينده ګۍ اسلامي امارت ته وسپارل شوې، لکه د ترکيې په استانبول کې افغان قونسلګرۍ، په تهران کې افغان سفارت، په متحده عربي اماراتو کې د دبۍ قونسلګرۍ، له دې وروسته تاجکستان هيواد ته د اړيکو پراخولو لپاره د بهرنيو چارو وزارت د هيئت سفر، دا ټولې هغه لاس ته راوړنې دي، چې د مخالفينو او نړيوالو د توقع خلاف دي، خو د دې ټولو لاس ته راوړنو وياړ د بهرنيو چارو وزارت مدبرانه رهبرۍ ته را ګرځي. په سياسي ډګر کې نوی پرمختګ د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت د ښاغلي وزير صاحب سفر ازبکستان هيواد او هلته د ګاونډيو هيوادونو په کنفرانس کې ګډون کول وو، چې په همدې موضوع لږ تم کېږو، په نړيوال او سيمه ايز بدلون او د همدې سفر په اړخونو او اهميت تمرکز کوو او دا رنګه په دوحه کې د ملګرو ملتونو غونډې ته لنډه کتنه کوو.
نړيوال او سيمه اييز بدلون
په يوويشتمه پېړۍ کې چې کله امريکې د نړۍ د زبر ځواک په حيث سر راپورت کړ او د نړۍ په هيوادونو کې يې سياسي او استخباراتي مداخله خپل حق باله، په ځينو هيوادونو يې ډېر په غرور سره نظامي يرغلونه او مداخلې هم وکړې، لکه افغانستان، عراق، سوريه، ليبيا او ځينې نور..
امريکا د ناټو او غرب سره يو ځای نړۍ د يو قطبي کولو په لور روانه کړه، چې هدف يې په ټوله نړۍ د امريکايي تمدن حاکميت وو، چې په معاصره اصطلاح کې ګلوبلايزېشن ( نړيوالتوب) ورته وايي، دوی غوښتل د نوي نړيوال نظم تر شعار لاندې بايد د نړۍ سياست ديموکراسي او سيکولرېزم وي، اقتصاد کپيټالېزم وي، فرهنګ بايد غربي وي هيومونېزم او فېمنېزم، اخلاق بايد ليبرالېزم وي، دين بايد تحريف شوی عيسويت وي، ژبه انګلېسي وي، پولي واحد بايد ډالر وي، چې تر ډېره په دې چاره کې غربي نړۍ کاميابه او خپل پورتني ارزښتونه يې نړيوال کړل، خو د نړۍ په کُره کې يوازې افغانان د دې ارزښتونو په مقابل کې را پورته شول او د علاء کلمة الله لپاره يې د امريکايي ښکېلاک په مقابل کې عملا جهادي مبارزه شروع کړه، چې له شل کلنې ستړې مبارزې وروسته يې يوازې په افغانستان نه بلکه په سيمه او نړۍ کې امريکايي ګټې او ارزښتونه له خطر سره مخ کړل، په افغانستان کې د امريکې د حضور يو هدف دا هم و، چې ستر اسيايي قوتونه، لکه چين، روسيه او اېران له نږدې وڅاري او د دوی ګټو ته مشکل جوړ نه کړي.
خو د يوويشتمې پېړۍ تاريخ دا صحنه هم ثبت کړه، چې همغه مغرور او بدماش امريکايان چې چا په نړۍ کې کاږه نه شوای ورته کتلی او د ټولې نړۍ د تسخير دعوه يې کوله، خو زموږ ملنګو طالبانو او مجاهدينو له افغانستانه پسې واخيستله او په تېښته بريالي شول، د تاريخ په دې عجيب پړاو کې دلته فقيرو او تش لاسو مجاهدو افغانانو د ناټو بدماشانو ته د سر په کاسه کې اوبه ورکړې په يرغلګرو يې ځمکه سره تبۍ ګرځولې وه، پرمختللې ټکنالوژي يې غيورو افغانانو چلنج کړه.
له شل کاله خونړي انقلاب وروسته افغانانو د الله په نصرت سره امريکا له افغانستانه د تورې په زور ووېستله، چې له دې سره پيوست امريکا د نړيوال غرور له سټېجه را کوزه شوه، په سيمه او نړۍ کې هم ځينې تغيرات راغلل، چې د ناټو له ماتې يوازې شپږ مياشتې وروسته روسيې په اوکراين حمله وکړه، ځکه نور په سيمه کې د امريکې د نظامي قوت پښې افغانانو ماتې کړې وې، دا رنګه چين د تايوان د نيولو لپاره پلانونه جوړ کړل.
ورو ورو امريکا د زبر ځواکۍ له جوشه را ټيټه شوه او نړۍ د څو قطبي کېدلو په لور روانه شوه، له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د وتلو د کلېزې پوره کېدو سره سم د امريکې کانګرس يو هيئت ته دنده وسپارله، تر څو څېړنه وکړي، چې ولې موږ دومره په چټکۍ او له وخت مخکې له افغانستان نه را ووتلو، د ۲۰۲۲ کال د اګست په ۳۱ مه موظف هيئت خپل راپور کانګرس ته واړندې کړ او په ډېر خلص ډول يې وويل چې موږ په افغانستان کې هم نظامي او هم سياسي ماتې وخوړه، نور هلته نه شوای تم کېدلی او وضعيت لا خرابېده، نو ځکه مو په منډه پښې را سپکې کړې، د روانې اپرېل مياشتې په ۱۷ د امريکې باسټن هرالډ ورځپاڼې له افغانستانه د امريکايي ځواکونو وتل يوه شرموونکې پېښه وبلله.
دا رنګه لکه چې ويل کېږي منځنی ختيځ د امريکې تر نظارتي استعمار لاندې دی او کله هم دا هیوادونه د امريکې د ګټو خلاف غږ نه شي پورته کولی، بلکه د هغوی د ګټو د خوندي ساتلو کوشش کوي، خو په دې وروستيو کې د امريکې ريس جمهور جوبايډن سعودي عربستان ته سفر وکړ، د دې پر ځای چې محمد بن سلمان يې هرکلي ته ورشي، د مکې مکرمې والي يې ور ولېږه، له دې وروسته په مجلس کې بايډن د خاشقچي د قضيې د څېړنې يادونه وکړه، خو محمد بن سلمان په ډېر جرئت سره ورته وويل، سمه ده که تاسې د خاشقچي د مسئلې څېړل غواړئ، نو موږ د عراق د ابوغريب زندان د وحشتونو او ظلمونو پوښتنه له تاسو کوو او څېړنه يې غواړو او دا هم درته وايو، چې نور په نړۍ کې خپل استعماري سياست ته د پای ټکی کېږدئ که نه له داسې پايلو سره به مخ کېږئ لکه په افغانستان کې چې ورسره مخ شوئ!.
د امريکايي امپريالېزم له ماتېدو وروسته په نړۍ کې يو لړ مهم بدلونونه را روان دي، چې د غرب په مقابل کې شرقي بلاک د قوي کېدو په حال کې دی، چې مهم لوبغاړي يې چين، روسيه او اېران دي، دوی غواړي اسيايي هيوادونه او دلته ستر قوتونه سره متحد کړي، په نظامي، سياسي او اقتصادي برخو کې نور د غرب لاسونه له شرق څخه لنډ کړي، حتی دوی غواړي د ډالر په مقابل کې يوه بله قوي عُمله را منځ ته کړي، تر څو د ډالر ځای ونيسي او هيوادونه د ډالر له استعمار څخه خلاص شي.
د دې بدلونونو او پرمختګونو ښه مثال د چين په وساطت د اېران او سعودي د اړيکو رغېدل دي، ان تر دې حده چې د يو بل هيوادونو مشرانو ته د رسمي سفرونو بلنې هم ورکول شوې دي، چې دا يو ستر پرمختګ دی، دا رنګه په ازبکستان کې د افغانستان ګاونډيو هيوادونو کنفرانس د مرکزي اسيا د هيوادونو تر منځ د انسجام، قوت او نزدېکت لپاره ډېر مهم وو، منځنی ختيځ او عربي نړۍ هم د ثبات او اتحاد پر لور روانه ده، دې ورځو کې د يمن د حوثيانو او سعودي عربستان تر منځ په خبرو اترو کې ډېر پرمختګ شوی دی، دا رنګه د حمل مياشتې په ۲۵ د سعودي په جده ښار کې د خليج هيوادونو، مصر، عراق او اردن په ګډه ناسته کې له عربي اتحاديې سره د سوريې د بېرته يو ځای کېدلو خبرې وشوې، چې عملا مصر او اماراتو له سوریې سره خپل روابط ډېر ښه کړي دي، چې د عربي نړۍ په ثبات دلالت کوي.
په دې وروستيو کې چين له سعودي عربستان سره د نفتو په تجارت خبرې کړې دي، چې غواړي د چينايي ين په مقابل کې له سعودي څخه نفت را ونيسي.
په سيمه کې هند، پاکستان او جاپان هغه هيوادونه دي، چې تر اوسه د اسيايي بلاک را منځ کېدو کې کومه لېوالتيا نه ښيي بلکه لا هم له غرب سره اوږه پر اوږه روان دي، خو که شرقي بلاک قوي شو، دوی ته به هم ګرانه شي، چې له دې بهير سره حرکت ونه کړي.
د ازبکستان د کنفرانس اړوند د رسنيو پروپاګند
لکه د اشغال په تېر شل کلن دور کې چې رسنيو د ويسټر نايزېشن لپاره کوم کار وکړ او د عامه اذهانو د تخريب او کفر د خدمت لپاره يې زهر وپاشل، تر ډېره به يې اثرات په ټولنه کې موجود وي. همدا غرب پلوي ژورناليستان دومره له افغانيت او وجدان څخه خلاص دي، چې زموږ د هيواد په دې ژوبل حالت هم زړه نه سوځوي، بلکه د پرمختګ دښمنان يې دي او غواړي نور هم خنډونه جوړ کړي، چې په ډېره سپين سترګۍ د افغانستان د بې بديله او بې مثيله نظام او خلکو پر ضد منفي تبليغات کوي، لکه څنګه چې د ازبکستان په غونډه کې د افغانستان ګډون ډېر مهم وو، خو البته سفر د کنفرانس د جوړېدو په ورځ تر سره شو، نو ځکه خو دې شيطاني رسنيو فکر وکړ چې افغانستان کنفرانس ته نه دی دعوت شوی، همغه و، چې په ډېره بې شرمۍ يې همدا موضوع را پورته کړه، چې افغانستان هم د دې کنفرانس عضوه وو، خو بيا هم استازی یې نه دی بلل شوی، ازادي راډيو او ځينو نورو رسنيو په سواليه انداز ليکلي وو، چې د ازبکستان په غونډه کې ولې طالبانو ته د ګډون بلنه نه ده ورکول شوې، بيا يې د خپلې خوښې ځينو کارپوهانو سره په دې اړوند مرکې هم کړې وې البته په تخريبي انداز کې، خو د ازادۍ راډيو همدې خبر ته په ټويټر له نشرېدو فقط يو ساعت وروسته د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت د محترم وزير صاحب د سفر هغه ويډيو په ځلونو کمنټ شوه، چې په ترمذ کې له طيارې را کوزېږي او ازبک چارواکي يې ګرم استقبال کوي، خو متأسفانه چې دا رسنۍ د شرم په نامه هېڅ هم نه پېژني، دوی ته تل همداسې ذلت غواړو، ځکه اوس هم د خپل هيواد پر ځای غربي ګټو ته ژمن دي او نه غواړي افغانستان يو څو قدمه مخ ته لاړ شي، له څلوېښت کلنې جګړې را وتلي دا ټپي ټپي هيواد لږ د ارام ساه واخلي، لنډه دا چې رسنيو خپل رزالت او عداوت ښکاره کړ، خو په مقابل کې سخت وسوځېدل، چې همدا يې په ياد وي بيا به له پېښې مخ ته منډه نه اخلي.
د مخالفينو هڅې
د افغانستان د خلکو او ولس تښتېدليو مخالفينو هم خپلې ناکامې هڅې وکړې، شخصي روابط، ميډيايي تبليغات او د درواغجن او افواهي مقاومت ډلې هم له ازبکستان نه د امارت د استازو د نه غوښتلو په سبب د مننې په پار اعلاميه خپره کړه، چې وروسته يې بيرته ډيليټ کړه، په ټويټر کې ډېرو د ملت دښمنانو د امارت استازي د نه غوښتلو له امله خوشالي ښکاره کړې وه، خو دوی خبر نه وو، چې اوس د سيمې او ګاونډ هيوادونه افغانستان خپل سيال بولي، خير که د اقتصاد په ډګر کې مو نوی مزل پيل کړی دی، خو ګاونډيان موږ د امريکايي زبرځواک ماتوونکي قهرمانان بولي او د يو قهرمان او مجاهد ملت د استازي په توګه راسره چلند کوي، ځکه موږ په دوی باندې احسان کړی دی، چې سيمه مو د امريکې او ناټو له نظامي حضور څخه ژغورلې ده، نو ځکه به موږ ته د سيالانو په مجلس کې بلنه راکول کېږي او په لوړ سر به هلته د خپل مجاهد ملت استازيتوب کوو. په داسې حالت کې د مخالفينو هڅو ته څوک هېڅ توجه هم نه کوي، ځکه هغوی پخوا هم خرڅ شوي وو او اوس هم د نورو لپاره کار کوي، نو غلامان تل همداسې سرټيټي او ذليله وي، ځکه يې هڅې په اوبو لاهو شوې او د افغانستان اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزير ښاغلي مولوي امیر خان متقي په ډېر عزت او سر لوړۍ سره په دې کنفرانس کې ګډون وکړ، تود هرکلی يې وشو او په غونډه کې د يو سيال ګاونډي په حيث را څرګند شو او د خپل ملت موقف يې سيمې او نړۍ ته بيان کړ.
د ازبکستان د کنفرانس اهميت
د ازبکستان په کنفرانس کې د اسلامي امارت د استازي ګډون په سياسي برخه کې ستر پرمختګ وو، ځکه په وروستيو څو مياشتو کې د اسلامي امارت لوړ پوړو استازو زيات بهرني سفرونه نه درلودل، چې مخالفينو هم تبليغات کول، خو دې سفر ثابته کړه، چې موږ د پرمختګ په حال کې وايو، په کنفرانس کې د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزير د افغانستان په امنيت خبره وکړه، چې ډېر ښه شوی دی او هېڅ کومه جدي ستونزه نشته، دا رنګه د اقتصادي اړيکو په پراخولو، په نوي نړيوال نظم کې د افغانستان په مهم رول خبره وشوه، د افغانستان په ستراتيژيک موقعيت خبره وشوه، چې د منځنی او مرکزي اسيا د اتصال په مرکز بدلېدی شي، په اوسني امن او خپلواک افغانستان کې د سيمې د هيوادونو لپاره د تجارت او ترانزيټ ستر فرصتونه موجود دي، د مخدره موادو په کښت او کار اوبار باندې کلک بنديز لګېدلی دی، لنډه دا چې افغانستان د يو مسؤل هيواد په توګه ګاونډيانو ته له خپل طرفه هر اړخيز ډاډ ورکړ، چې د هغوی د پام وړ وګرځېد او د باور فضاء نوره هم زياته شوه.
په دې کنفرانس کې افغانستان د يو متعهد ګاونډي په حيث اشتراک وکړ او نړۍ ته يې ثابته کړه چې موږ د هر چا پوښتنو او اندېښنو ته ځواب ويلی شو، د سيمې د هيوادونو له سياسي او اقتصادي بهير سره افغانستان هم اوږه په اوږه روان شو، چې په راتلونکي کې به لا د ډېرو پرمختګونو شاهدان يو ان شاءالله.
د دې پرمختګ يو ستر دليل دا هم دی، چې د کنفرانس په ورځو کې د افغانستان لپاره د امريکې ځانګړی استازی ټام وېسټ په سفر راووت په ترکيه او قطر کې يې غونډې وکړې، چې اصلي هدف يې په سيمه کې د امريکې د ګټو خونديتوب و نه د افغانستان. او په ډېره نرمه ژبه يې په استانبول کې دا خبرې وکړې، چې موږ بايد له طالبانو سره په مشوره خپلو تګلارو ته دوام ورکړو، دا په دې دلالت کوي، چې افغانستان په سيمه کې په سياسي او اقتصادي لحاظ را پورته کېدونکی دی، او اسيايي هيوادونه يې له خپل سياسي او اقتصادي بهير سره يو ځای کوي، نو ځکه د دوی اندېښنې زياتې شوې دي.
د دوحې نړيوال کنفرانس
د ملګرو ملتونو مرستيالې امينې محمد تېره اوونۍ وويل چې د افغانستان د رسميت پېژندلو په پار په دوحه کې ملګرو ملتونو غړو هيوادونو غونډه را غواړي، چې دې موضوع په سيمه او نړۍ کې بېلابېل غبرګونونه را وپارول، چې د اسلامي امارت مخالفين سخت وارخطاء شول او چيغې يې ګډې کړې، دا رنګه د امريکې بهرنيو چارو وزارت وويل، چې موږ نه پرېږدو ا.ا په رسميت وپېژندل شي، خو اصلا د امريکې له ماتې وروسته د ملګرو ملتونو د سازمان حيثيت هم را ټيټ شوی دی، افغانانو غرب ته داسې ګذار ورکړ، چې ان شاءالله د نړۍ په تاريخ کې بدلون راولي، په خاص ډول د ازبکستان له کنفرانس وروسته او د اسيايې هيوادونو له انسجام سره سم ملګرو ملتونو درک کړه، چې حالات نور زموږ له کنټروله وتونکي دي، هسې نه د سيمې قوي هيوادونه او د افغانستان ګاونډيان د خپلو ګټو، شرقي بلاک د قوت او انسجام لپاره افغانستان په رسميت وپېژني، نو ځکه يې په دوحه کې غونډه را وبلله، توقع دا وه، چې شايد ملګري ملتونه او د سيمې هيوادونه د افغانستان د رسميت پېژندلو لپاره ځينې شرايط وضع کړي، تر څو ټوله نړۍ د افغانستان د رسميت په مسئله کې په يوه خوله شي، خو د دوی د توقع خلاف په غونډه کې دا کار ونه شو، سره له دې چې غونډه د بندو دروازو تر شا تر سره شوه، خو بيا هم ځينې بحثونه او خبرې له غونډې را ووتې، چې له افغانستان سره په تعامل چين، روسيې او د دوی متحدينو ټينګار کړی وو، چې نتيجه د افغانستان په ګټه تمامه شوه او دوی کومې واضحې پايلې ته ونه رسېدل او په غونډه کې د بنديزونو لرې کولو او له ا.ا سره د اړيکو جوړولو غوښتنه هم وشوه، چې ملګرو ملتونو ونه شو کولی هيوادونه په يوه واحد پرېکړه ليک سره متفق کړي، نو ځکه د ملګرو ملتونو سر منشي وویل چې له دې غونډې وروسته به د افغانستان اړوند بله ستره غونډه را بلو، په خلص ډول ويلی شو، چې نړۍ د پاشل کېدو په حال کې ده او د ملګرو ملتونو نفوذ او د حاکميت قوه په شرقي هيوادونو کمزورې شوې ده، چې دا زموږ په ګټه ده.
اوس موږ ته په کار ده تر څو خپل ارزښتونه محکم وساتو او کله هم د غرب او شرق فرمايشونو ته تسليم نه شو، بلکه دوی به په خپله هر څه راسره مني، خو موږ بايد د شرق او غرب په سياسي او اقتصادي کشمکش کې خپل متوازن سياست ولوبوو، تر څو کوم لوری لوبه رانه يو نه سي او راتلونکی ان شاء الله زموږ په خير او ګټه ده.