د جاپان د بهرنیو چارو وزارت په هرات کې د وروستۍ پېښې له امله د ژورې خواشينۍ تر څنګ ویلي، چې هڅه کوي له زلزله ځپلو سره چټکې او بېړنۍ مرستې وکړي. د جاپان د بهرنیو چارو وزیرې یوکو کامیکاوا په یوې اعلامیې کې ویلي؛ جاپان چمتو دی چې د نړۍوالو مرستندویه ادارو په مرستې په چټک ډول اړینې مرستې چمتو کړي. یوکو کامیکاوا زیاتوي، چې دا مهال د هرات زلزله ځپلي عاجلې مرستې ته اړتیا لري او دوی د خپلې همکارۍ په اساس کولی شي، چې اغېزمنو سیمو او خلکو ته عاجلې مرستې ور ورسوي. نوموړې دغه پېښه بوږنوونکې بللې او په نورو مرسته کوونکو یې هم غږ کړی او یو ځل بیا یې د جاپان پر همکارۍ ټینګار کړی دی.